ایکنا خبري آژانس راپور راکړ، دغه محفل د اپریل په پنځلسمه نیټه له مازدیګر پنځو بجو تر شپې اته نیمو بجو پورې دسویډ دامام علی اسلامی مرکز دغونډو په هال کې ترسره کیږي.
په دغه پروګرام کې په لومړي یوه ساعت کې د قرآڼ کریم د پنځویشتو سپارو ترتیل، د سویډ هیواد غوره څلورو قاریانو تلاؤت ، دد طه البنی مداحئ ډلې یو ځاي وړاندې کیدا،تفسیر ر وژې دمیاشتې مداحي او سرودونه،قرآني سیالۍ،د ماښام او ماسختون جمې لمونځ او دروژماتي بندوبست به هم وي .
همداراز په دغه پروګرام کې به د زلمیانو په ځانګړي برخې کې د الرحمن سورې د حفظ د سیالۍ بربلاه کسانو چې د امام علی اسلامی مرکز ئې ددغې مقدسې میاشتې په مناسبت ترسره کوي ، هم ستاینه او قدرونه وشي.
د سویډ امام علی اسلامی مرکز مینه والو ته بلنه ورکړې چې د روژې دمبارکې میاشتې په دغه قرآني محفل کې ګډون وکړي.